د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، حکومت یې پرېکړه کړې ده چې ټول هغه افغان کډوال او نور بهرنیان، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، وشړي. که د پاکستان حکومت دا پلان عملي کړي، په دې کې به شاوخوا یو میلیون افغانان زیانمن شي. جلیل عباس په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، ثبت شوي افغانان او په قانوني توګه اوسېدونکي افغانان به نه شړل کېږي خو «هغه خلک چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ورغلي، که افغانان دي او یا نور، باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویلي چې دا پلان به هغه افغانان زیانمن کړي چې په نړیواله کچه مصونیت ته ضرورت لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند زیاته کړې چې د دوی اداره چمتو ده د هغو خلکو د ثبت او مدیریت په برخه کې د پاکستان سره همکاري وکړي، چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.












