د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د بودجې د کموالي له کبله اوسمهال یوازې درې میلیونه اړمن افغانان د دوی مرستې ترلاسه کوي. دغې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په اګست میاشت کې دوی شپږ میلیونه بې وزله افغانانو ته د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وېشلې وه. د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې په ځلونو ځلونو د بودجې د کموالي او د ناوړه عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان ویلي، راتلونکي ژمي کې د ۱۵ میلیونه بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالره مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو پورته دی.











