د افغانستان د وضعیت په تړاو د نړۍوالو او سیمه ییزو غونډو په دوام، په پام کې ده چې نن د روسیې په کازان ښار کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه ترسره شي. په دغه غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم حضور ولري او د امنیتي مسایلو ترڅنګ به د بین الافغاني خبرو په تړاو هم خبرې وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د مسکو فارمټ په غونډه کې به یې له هېواده هیڅ یو استازی ګډون و نه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له روسي چارواکو سره د خپلو کتنو په دوام، د روسیې له مفتي اعظم او د مسکو د مرکزي جامع جومات له امام راویل عین الدین سره کتلي او د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.











