د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې، د وزارتونو او ولایتونو لپاره د روان ۱۴۰۲ کال ټاکل شوې بودجه د ویشلو په حال کې ده. د سرپرست حکومت ویاند، وايي، د روان لمریز کال په پراختیايي بودجه کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی او دغه بودجه به په بنسټیزو پروژو ولګول شي. له دې سره سم، اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې سږ کال کومې پروژې پلې کېدوونکي دي هغه به په لنډه موده کې افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته بوځي. مسوولین بیا وايي، ټولې پراختیايي پروژې دننه په هېواد کې له کورنیو عوایدو او کانونو له لارې تمویلیږي. په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د ۲۵ پروژو له عملي کېدو خبر ورکړی او اوسمهال د قوش تېپې کانال، سالنګ لویې لارې، کابل- کندهار لارې او لسګونو نورو پروژو سربیره، د اوبو مدیریت، روغتیا او کرنې په برخو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې پر لویو پروژو کار روان دی.
































