افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر لیونارد زولو د کډوالو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان دې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه د نوموړي له قوله دغه راز لیکل شوي، چې پاکستان کې د دغه سازمان د دفترونو مسولینو له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي په اړه خبرې پیل کړي دي. په دغه کتنه کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان د نړيوالو قوانينو خلاف افغان کډوال ایستلي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري مرستې او همکاري ته اړتيا ده او باید په دې برخه کې له دغه وزارت سره خپلې مرستې وکړي.
































