د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کابل شانګهای هوايي دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې د هېواد له ټولو سوداګرو او هېوادوالو وغوښتل، چې د تېرې ورځې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. نوموړي په ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت او پر متقابل احترام ولاړ تعامل وکړي. نوموړي د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په بهر کې له مېشتو سوداګرو څخه يې هم وغوښتل چې په خپل هېواد کې له خپلو هستیو څخه کار واخلي. برادر دغه راز په خپلو خبرو کې وویل؛ پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان وضعیت هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی
































