د پاکستان د سرپرست حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له پاکستانه نه ایستل کیږي. نوموړی ویلي د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه يې هیڅ خبره نه ده کړې. نوموړي ویلي، د بې اسنادو وګړو کډوال به په عزت سره له پاکستانه وباسي. کاکړ د خپلو خبرو پر مهال ویلي، یوه بله ډله کډوالو بیا د پاکستان شناخت کارډونه جوړ کړي، چې د پاکستان د وګړو د ثبت ادارې له لوري به دغه ډول کډوال وپیژندل شي او بېرته به خپلو هېوادونو ته ستانه شي. درې اونې وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي و چې افغان کډوال باید له پاکستانه وایستل شي. ويل کيږي دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږی.
































