ملګرو ملتونو په هرات کې د وروستیو زلزلو قربانیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د هرات زلزلو په ټوله کې ۱۵۴ زره کسان اغیزمن کړي چې له ډلې یې ۷ زره او ۵۰۰ امېندوارې مېرمنې روحي ملاتړ ته اړتیا لري. په راپور کې راغلي چې یادو طبیعي پېښو ۴۰ روغتیایي مرکزونه هم اغیزمن کړي چې ۵۸۰ زره کسانو ته یې د روغتیایي خدماتو بهیر ټکنی کړی دی.
































