د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د څه باندې یو میلیون او څلورلکه هغو بې اسناده افغان کډوالو په اړه اندېښنه وښوده، چې له هغه هېواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي. دغه سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دغه شمېر کډوال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان د ټاکل شوي مهلت له کبله د اخراج له خطر سره مخامخ دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي دا د کډوالو له بشري حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو د خوندیتوب، سلامتۍ او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په باب جدي اندېښنې ولاړوي. دغه سازمان هم د پاکستان له حکومته پر خپله دغې پرېکړې د بیاکتنې او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده. ځینو کډوالو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.
































