د هند حکومت پرېکړه کړې چې ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند حکومت هغه اداري مراحل بشپړ کړي چې له مخې یې نږدې ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکول کېږي. د هند حکومت ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو له لوري سیکانو او هندوانو ته ګواښونه جوړ شوي دي، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې اووه سوه سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي. تر دې وړاندې هم د هند حکومت ویلي وو چې د افغانستان سیکان او هندوان کولی شي په هند کې د تابعیت او اوسېدو غوښتنه وکړي. هند وروسته له دې دغه څرګندونې وکړې چې په ننګرهار او کابل کې پر دغه لږکیو بریدونه وشول.
































