د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل څخه غوښتي، چې د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره مرستو ته دوام ورکړي. د حامد کرزي دفتر پر خپله ایکسپاڼه ليکلي، چې نوموړي تېره ورځ د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل سره ليدلي دي. په دې ليدنه کې حامد کرزي د هرات زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند او کور جوړولو په برخه کې د یوناما د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو پر کار هم ټینګار کړی دی.
































