د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د کانکریټ اچولو خبر ورکوي. د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق ویلي، چې د دغه ولایت د مزارشریف ښار په ۳ ناحیه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۰ مترو په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره د شپږو سړکونو د اساسي رغولو چارې پيل شوي او په درې میاشتو کې به چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي. طارق زياته کړه چې په روان کال کې په مزارشريف ښار کې۲۰ عام المنفعه پروژې په بېلابېلو سیمو کې پلي کېږي، چې مجموعی ارزښت يې ۲۵۰ ميلونه افغانۍ کېږي.
































