د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هرات کې د غوریان د اوسپنې کان د پرانېستې پر مهال وویل چې د دغه ولایت د سمنټو پروژه به ډېر ژر پرانیستل شي چې په پرانېستې سره به يې په کال کې ۳۰ میلیونه بورۍ سمنټ تولید، ۵ زره کسانو ته به د کار زمينه برابره او له بهره به د سمنټو واردولو ته هم اړتیا نه وي.












