د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو نیول، ستنول او ځورول پای ته ورسوي. د کډوالو د خوندیتوب په چارو د دې کمیشنرۍ مرستیالې جیلیان ټریګز پرون له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په زوره ایستل ودروي. دې پر خپله ټویټر پاڼه همداراز لیکلي، له پاکستانه د هغو افغانانو د نه ایستلو غوښتنه کوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره یې دغه هیواد ته پناه وړې ده.
































