مالیې وزارت وایي، چې د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه د پکتیا ولایت په ډنډپټان ګمرک کې د ۴۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو پروژو د چارو پرانېسته کړې. یادې پروژې چې د مالیې وزارت په مالي لګښت پلې کیږي، د دوو هنګرونو، د ګمرک د اړوند ساحې، د یاد ګمرک د احاطې او استنادي دیوالونو جوړېدل پکې شامل دي. د ماليې وزارت د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا رییس محمد موسی عمر وايي، د پکتیا ګمرک چې تازه ډنډ پټان ولسوالۍ ته لېږدول شوی، د مناسب ځای نشتوالي له امله به سوداګریز توکي خراب او زیانمنېدل چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې مخه ونیول شي.








