د پاکستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله دې راتلونکي انتخابي حکومت ته پرېږدي او د کډوالو د ایستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي. دوی ویلي، چې دا حکومت د کډوالو د ایستلو د پرېکړې واک نه لري. د پاکستان دولتي رسنیو د پاکستان د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو په حواله ویلي، چې دوی د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک استولی او پکې ویل شوي، چې د پاکستان موقت حکومت یوازې د ټاکنو او د پاکستان د ورځینو چارو د سمبالولو دنده پر غاړه لري او دغه حکومت د کډوالو د ایستلو د پرېکړې حق نه لري. د مشرانو جرګې یوه غړي مشتاق احمد خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي، چې پخوا پاکستان افغانان د شوروي اتحاد پر وړاندې د خپلې دفاع ډال ګاڼه؛ مګر اوس یې په زوره له پاکستانه شړي.
































