د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله منلې چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د مصالحې عالي شورا له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تاوتریخوالي زیاتیدل او د ملکي وګړو مرګ ژوبله د توجیه وړ نه ده. خبرپاڼه کاږي، د تاوتریخوالي زیاتېدل په هیڅ صورت د مذاکراتو پر مېز د کوم لوري تله نه شي درنولی نو یاده شورا د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی کم او د ملکي وګړو خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي.
































