د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په هسکې مېنې، دوربابا، نازیانو، اچین، غني خېلو، خوږیاڼو او د شېرزادو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې لس کورني روغتیايي مرکزونه جوړېږي چې د مور او ماشوم ته به پکې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د روغتیايي مرکزونو د ودانیو لپاره سیمې ځانګړې شوې او په نږدې وخت کې به یې د رغولو چارې پیل شي.
































