د روغتیا نړیوال سازمان، ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته لسګونو زره نویو راستانه شویو کډوالو ته یې روغتیایي خدمتونه ترسره کړي دي. د دې سازمان د افغانستان څانګې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نومبرمیاشتې تر۱۴ نیټې پورې د روغتیا نړیوال سازمان او د دې سازمان روغتیایي شریکانو ۵۱ زره او ۴۹۱ کسانو ته مختلف روغتیایي خدمتونه رسولي دي. دې سازمان د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي و، په داسې حال کې چې تمه ده، ۱،۳ ملیونه افغانان له پاکستانه بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، دا هیواد به د ناروغیو د خپریدو په ګډون له ډیرو روغتیایي خطرونو سره مخ شي. دا سازمان زیاتوي د راستنیدونکو ۷۰۰ زره کسانو لپاره یې د اړینو روغتیایي خدمتونو د چمتوکولو لپاره د لس میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.
































