په افغانستان کې د هوا په سړېدو او له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان ګډوالو د ایستلو په دوام، د ملګرو ملتونو یوې ادارې اندیښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې له پاکستانه د دې لړۍ د بندولو غوښتنه کړې ده. پاکستاني چارواکو تردې وړاندې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴ میلیونو او ۴ لکو ته رسېږي، چې له دې ډلې یې یو میلیون او ۷ لکه یې بې اسناده دي. دغه افغانان په داسې حال کې له پاکستانه په زور اېستل کېږي چې په افغانستان کې وار د مخه، د ژمي سړه څپه پیل شوې او بېوزلي هم زیاته ده. ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي له پاکستانه په تېرو ۲۵ ورځو کې تر ۴۰۰زره ډېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ تر څنګ ځینو نورو نړیوالو سازمانونو او حکومتونو هم له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو د بندولو غوښتنه کړې، خو پاکستان دا غوښتنې نه دي منلي.
































