د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د مالوماتو له مخې هغه دا پیل له امریکا څخه کړی او هلته یې په خپله لومړنۍ غونډه کې چې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې جوړه شوې وه، لسګونه زره ډالر مرسته را ټوله کړې ده. همدا راز په دې غونډه کې هغه کمیس چې حشمت الله شهیدي د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې پر تن کړی و، د پوهنتون یو افغان استاد په ۱۰۰۰ ډالرو اخیستی دی. د یادولو وړ ده چې په تیر نړیوال ۵۰ اوریز جام کې افغانستان پاکستانۍ لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه او ډیر شمیر کرکټ مینوالو دا بریا د نړیوال جام د ګټلو په مانا یاده کړې وه.
































