د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په هلمند ولایت کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي روغتیايي مرکزونه رغوي. یونېسف وايي، د جګړو له امله په هلمند ولایت کې ګڼ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او د سیمې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. د دې ادارې مسوولین وايي، تر دا مهاله د شاوخوا ۵۰ روغتیايي مرکزونو د ترمیم چارې روانې دي. د هلمند اوسېدونکي خوښ دي او وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې دې ورته ښځینه او نارینه مسلکي ډاکتران وګمارل شي.
































