د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له لوري د زابل ولايت د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا په موخه په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د بادینۍ ګمرک فعالېدل د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د نورو سرحدي ګمرکونو د فشار د کمولو او بهرنیو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو پر وخت د رسېدو لپاره مهم بللې او هیله یې ښودلې، چې په دې ولایت کې به ډیر ژر د صنعتی او سوداګریزو جوازونو د زیاتوالي شاهدان واوسي.
































