د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د ابو محمد ښوونځی چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوی و، د کډوالو چارو ریاست په مرسته يې د بیارغونې چارې ترسره او د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو. د یاد ولایت د والي د دفتر رییس د دغه لیسې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په ځانګړې پاملرنې دغه ښوونځی بېرته جوړ او د زده کړو پرمخ خلاص شو. د بغلان د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول هارون مسلمیار وايي، چې د دې لیسې د بیارغونې چارې د يو نيم ميلیون افغانيو په لګښت ترسره شوې دي.
































