د اوبو او انرژي وزارت د مالوماتو له مخې د پنجشیر ولایت په شتل او عنابه ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷۴زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۹ پروژې بشپړې او کټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مالوماتو له مخې په دې پروژو کې د سیند د څنډو د بیا رغونې ترڅنګ دکانالونو جوړول شامل دي. د یادولو وړه ده چې د یادو پروژو لګښت د ایف ای اوو، بنسټ لخوا ورکول کیږي او د جوړولو چارې یې د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د یوه ودانیز او لوژستیکي شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړې چې دا به د دوی ځمکې د سیلابونو څخه خوندي وساتي.












