د ازبکستان د سرخان دریا ولایت والي په مشرۍ یوه پلاوي د بلخ له والي او نورو سیمه ییزو مسوولینو سره لیدلي دي. د بلخ ولایت په خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي له خولې لیکل شوي، چې افغانستان او ازبکستان ښې دوه اړخیزې اړیکې لري او دا اړیکې باید نورې هم پیاوړې شي ځکه په خبره یې چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، لیدنه کې د سرخان دریا والي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره له کلونو راهیسې اړیکې لري او دا اړیکې په وروستیو کلونو کې لا پیاوړې شوي دي. هغه ویلي چې افغانانو ته یې د ویزو ورکړې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او سرخان دریا ولایت کې یې افغانانو لپاره د وړیا زده کړو مرکز پرانیستی دی.
































