د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بلخ کې تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. د یاد شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بلخ برېښنا حوزې ریاست له لوري؛ په شهاب تاجکیه کلي کې د ۱۶۰ کيلو ولټه امپير ترانسفارمر په پرانېستلو سره، تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ د برېښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې دي. ویل شوي چې یاد ترانسفارمر مخکې نصب شوی و او د ولتاژ امکاناتو په برابرېدو، له برېښنا سره وصل شوی دی.
































