د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست وزیر او یوشیایوینګ ترمنځ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د دفاع سرپرست وزیر ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ټینګې شوي دي. خبرپاڼې د چین استازي له خولې کاږلي چې هېواد یې له افغانانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
































