د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، چې د هېواد په کانونو کې ورځ تر بلې د پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې ده. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وايي، چې تېر کال د کانونو له درکه د ۱۷.۷ میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلي دی. دوی هیله څرګندوي، چې په روان کال کې به د کانونو له درکه عواید نور هم زیات شي. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، چې هېواد کې د ډبرو سکرو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او نږدې پنځه لوی شرکتونه د ډبرو سکرو په استخراج بوخت دي. د کانونو وزارت وايي، چې له دې سکټور څخه یې هم څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
































