د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک ويلي، هیله من دی چې د افغان کډوال میشتولو لپاره د شمالي يارکشاير یوه پوځي اډه وکاروي چې د ده انتخاباتي حوضه ده. د لندن یوې ورځپانې «دې سټنډرډ» راپور ورکړی چې ریشي سوناک تایید کړې چې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په ریچمنډ کې د «کاټریک» اډې کارول د کډوالو په لویه کچه د میشتولو لپاره مناسب نه ګڼي. ریشي سوناک ویلي، په پوځي اډو کې کډوال ځکه میشتوي چې پر هوټلونو، نورو سیمو او ځايي ټولنو باندې د فشار کمولو لپاره دا غوره لار ده.
































