د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونیسف لهخوا په لس ښوونځیو کې د شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت رغنیزې چارې پيل شوې. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب ویلي چې یاده پروژه کې ښوونکو او زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو او د حفظالصحې اسانتیاوو برابرول شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به نږدې ۴۰۰ ښوونکو او له ۳۰زرو ډېرو زدهکوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې برابرې شي. د عرب په وینا، دغه پروژه چې په راتلونکې یوه میاشت کې به بشپړه شي لسګونه وزګارو کسانو ته به پهکې د کارکولو زمینه برابره شي.












