اوچا یا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مرستیال محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې اوچا به په خپل ژمني پلان کې افغانستان کې له ۱۶ مېلیون تنو سره بشري مرستې وکړي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، کمپلې، د سونګ توکي او روغتیايي مرستې شاملې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه مرستې به پر اړمنو، د طبیعي پېښو پر زیانمنو، وچکالۍ ځپلو او پر رایستل شویو کډوالو ووېشل شي.












