د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف هیله ښودلې چې نوی ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره له سولې، خوښيو او روغتیا ډک کال وي. پرون د یونیسف افغانستان څانګې دا خبره په خپله ایکس پاڼه باندې لیکلېده.د افغان ماشومان په نړۍ کې د هغو ماشومانو په ډله کې راځي، چې ډېر زیان ګالي، په تاوتریخوالي او ناخوالو سربېره لوږه او روغتیايي ستونزې د دوی پروړاندې هغه څه دي چې ژوند یې ګواښي. د یونیسف د راپورونو له مخې په افغانستان کې لږ تر لږه ۹ لکه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او ۵ میلیونه افغان ماشومان هم له لوږې سره مخ دي.
































