د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې په نهم ځل د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي ۲۷۴۶ قیراطه زمرد د یوې شفافې پروسې له لارې د ۸۰ ډالرو په ارزښت د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول. د یادونې ده، پنجشېر کې د زمرد کانونو استخراج له شاوخوا دوو کلونو درېدو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه بیا پیل شو او له هغه وروسته دا نهم ځل دی چې استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي. د مسوولینو معلوماتو له مخې، اوسمهال پنجشېر کې د زمرد ۷۰۰ کانونه شته چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال او پاتې نور یې غیرفعال دي اوډېری دغه کانونه د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.
































