پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تورخم کې د پاکستان- افغانستان سرحدي کمېټې په یوه غونډه کې د تورخم له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځې د ۹۰۰ لاریو تګ – راتګ پر سر هوکړه کړې ده. پاکستاني چارواکو ویلي؛ په ځنډ سره د توکو د ترخیص بهیر افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي. پاکستاني چارواکو له سرپرست حکومت غوښتي، چې د بار وړونکو موټرو د ترخیص وخت را کم کړي؛ تر څو د تورخم له لارې دواړو غاړو ته د لاریو له اوږدو کتارونو ډډه وشي. د پاکستاني چارواکو په خبره؛ دا ځنډ د شپې له دوو څخه د سهار تر لسو بجو پورې پلی کیږي. یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د بار وړونکو موټرو د ژر ترخیص کولو لپاره به راتلونکو میاشتو کې یو نوی سکېنر هم په دې لار نصب کړي.
































