یوه افغان سوداګر عبدالقادر ودان، د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې پلان لري هېواد کې د بورې د تولید کارخونه جوړه کړي. دغه سوداګر زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به له بهره معیاري ماشینري را وارد کړي، چې کروندګرو ته به د مستقیمې ګټې تر څنګ نورو هېوادوالو ته هم کاري فرصتونه رامنځته شي. په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولې دولتي ادارې د پانګونې د پروسې چټکتيا ته ځانګړې پاملرنه لري.
































