د ننګرهار ولایت په شيخ مصري ښار ګوټي کې یوه پانګوال د پلاستیکي بوجیو تولیدي فابریکه جوړه کړې چې په ښه کیفیت او لوړ معیار د ورځې شاوخوا ۱۰۰۰ بوجۍ تولیدوي. د دې فابریکې مسوولین وايي، پر فابریکه یې یو میلیون ډالره پانګونه کړې ده. د دغه کارخونې مسوولین دغه راز وايي، لسګونه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. په دغه کارخونه په کار بوخت کسان وايي، خوښ دي، چې خپل هېواد کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده. په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو مسوولین وايي، پخوا به یې بوجۍ له نورو هېوادونو راوړلې، چې په خپره اوس چې بوجۍ دلته تولیديږي، د نورو هېوادونو په پرتله ورته ارزانه او پر وخت رسیږي.
































