د پروان امنیتي مسوولین وايي چې د ياد ولايت د سیاګرد ولسوالۍ چهاردې سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله درې تنه مړه شوي او یو بل تپي شوی دی. د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې پرون له غرمې وروسته یو یوه سراچه ډوله موټر له موټر سایکل سره ټکر کړی دی. نوموړي ویلي، چې په دې پېښه کې پر موټر سایکل سپاره درې تنو خپل ژوند بایللی او د سراچې موټر چلوونکی ټپي شوی دی. د دغې پېښې قربانیان د دغه ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
































