د خوست ښاروالۍ او ټولګټو چارو ریاست په ګډه د کابل – خوست سړک دویم لین مسیر تېرولو کار پیل کړ. د چارواکو په وینا دغه سړک اوه کیلومتره اوږدوالی لري چې شاوخوا دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د خوست – کابل پر مسیر د کباړ سرای څخه تر دوه سړکه بازار پورې هغه کسان چې پکې شخصي ځمکې تللي وايي، د سړک په جوړېدو خوښ دي او ملاتړ یې کوي. دوی وايي له سرپرست حکومت څخه د خپلو ځمکو د استملاک غوښتنه کوي.
































