د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت سل ورځې بشپړېدونکې دي. دغو پرلت والو چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د پاکستان د یادې پرېکړي په غبرګون کې پرلت پیل کړی نن یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ. د چمن پرلتوال وايي، د نه خوړو اعتصاب به یې تر هغه وخت دوام وکړي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي اخیستې. نږدې سل ورځې پوره کیږي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن ځايي اوسیدونکو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو پرلت وهلی دی.
































