د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، هغه الوتکه چې په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه د کوف آب ولسوالۍ د ارز کوه سیمه کې پيدا شوې چې پېلوټ یې د افغانستان د سرپرست حکومت څېړونکې ډلې لخوا پيدا شوی او ژوندی دی. دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه د پیلوټ له قوله لیکلي، چې په الوتکه کې له شته کسانو څلور تنه ژوندي پاتې دي؛ خو د درېیو نورو کسانو د موندلو په پار هڅې کوي. تر دې وړاندې یاد وزارت ویلي و، چې دغه الوتکه کې ټولټال شپږ کسان سپاره وو، چې له هندوستان څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند پر لور روانه وه.











