ترکیې په ۲۰۲۳ کال کې د مړو شویو کارګرو شمېر اعلان کړ او د ۱۹۳۲ کسانو په نوملړ کې ۱۸ افغان کارکوونکي هم شامل دي. راپور کې راغلي، د افغانستان، ایران، سوریې، ترکمنستان، عراق، بلغاریا، اذربایجان، روسیې، مصر، جاپان، کولمبیا، تاجکستان، رومانیا، نایجیریا او سوډان هېوادونو ۱۰۶ تنه بهرني کارکوونکي په ترکیه کې په حرفوي کار کې د پېښو له امله مړه شوي دي. د راپور له مخې په وژلشویو کې له ۱۴ کلونو کم عمره ۲۲ ماشومان هم شامل دي. په همدې ډول د ۳۲ نورو وژلشویو ماشومانو عمرونه د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي. يادو کسانو د په دغه هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى.










