د فاریاب د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۸ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو مواصلاتي پُل د جوړېدو خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره دغه پُل د شاوخوا ۴۰ مترو په اوږدوالي د یاد ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په مرسته او د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.












