د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي چې د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د څه د پاڅه ۱۳ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د ذخيروي بند د پروژې چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي. د کلیو او پراختیا وزارت مسوولین دغه راز زیاتوي، چې دې وزارت لرې پرتو سیمو ته د پاکو اوبو رسولو او د یو شمېر مهمو پروژو د تطبیق له لارې هېوادوالو ته ښه او غوره خدمتونو وړاندې کړې دي.
































