د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جغل اچولو چارې پيل شوې دي. د یادې پروژې مسوولین وایي، چې په اله سای ولسوالۍ کې په یادو سړکونو د جغل اچونې چارې د ډي آر سي موسسې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه پروژه کې د سیمې ۱۲۵ کسانو ته د نږدې یوې میاشتې لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د رغنېزو پروژو چارې روانې دي چې ورسره هم مهاله ګڼ شمېر هیوادوالو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































