شنبه, جون 13, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۶۱ روغتونونو ودانیزې چارې پيلیږي

    امریکا د افغانانو په ګډون ۲۰ کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

    هېواد کې د اوبیزې برېښنا تولید د پام وړ لوړ شوی

    ۱۶۵ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

    د غزني په ګیرو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

    یونیسف: بېوزلۍ افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کړې دي

    یونیسف: د ماشومانو فعالیتونه د ودې او زده‌کړې په بهیر کې مهم رول لري

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

  • اقتصاد

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

    بغلان؛ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

    افغانستان او ایران؛ د اورګاډي پټلۍ پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

کورونا؛ لویه ازموینه او ستره بریا

لیکنه: جاوید کوټوال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
کورونا؛  لویه ازموینه او ستره بریا
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د کورونا د نوي ډول ویروس اوازه د تېر میلادي کال په وروستیو کې د چین له ووهان ښاره خپره شوه. تر یوڅه وخته یاده ناروغي معمولي و انګېرل شوه، خو چې له یوه انسان نه بل ته یې د انتقال لارې ساده او اسانه وه، په خلکو او چین حکومت کې یې وېره پیدا کړه. همدا لاملونه وو چې په لومړیو ورځو کې یې په بې ساري ډول خلک ناروغان کړل او له چین ووته. جاپان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم یې سرایت وکړ.

د کورونا چټکه خپرېدنه د لوېدیځو هېوادونو په مطبوعاتو کې د سر موضوع شوه، چې د نوموړي ویروس وېره یې نړیواله کړه. همدا وو چې ځینو هېوادونو د خپلو اتباعو د مصؤنیت په موخه له ووهان او چین څخه خپل اتباع وایستل. ځینو لا دا هم وکړل چې خپلې هوایي لارې یې چین ته بندې کړې.

شاوخوا یوه نیمه میاشت چین او کورونا د نړیوالو د توجه په محراق کې وو او همدا راز په نورو هېوادونو کې د دغه ویروس د پیدا کېدو نوي خپرېدل او په اړه یې شکمنېدل هم په رسنیو کې غوره سوژې وې.

دا چې ویروس د کورونا نوی ډول و، نو فکر کېده چې په چین غوندې لوی او پُر نفوسه هېواد کې به ډېر خلک ناروغ او له منځه یوسي او دا اندېښنې د فبرورۍ په پیل کې هغه وخت اوج ته ورسېدې کله چې د یادې میاشتې په لومړیو کې د ناروغانو ورځنی شمېر زرګونو ته ورسېد.

دا موده د چین لپاره د ازمېښت تر ټولو سخته هغه وه. ټول سیال او ملګري هېوادونه یې وړتیا ته متوجه وو. دا چې ویروس د چین له محدودې ووت، نو په اړه یې څرګندونې هم څه بدلې او نا محدودې شوې. د فبرورۍ له دویمې لسیزې وروسته، نړیوال خبرونه او غبرګونونه د چین په اړه بدل شول او داسې وویل شول چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې باید د چین له تجاربو ګټه واخیستل شي.

د مارچ په لومړیو او تر اوسمهاله د کورونا په اړه د خبرونو سناریو تقریباً ټوله بدله شوه، ځکه دغه ویروس په ځینو هېوادونو لکه اېټالیا، ایران، جنوبي کوریا او جاپان کې په بې ساري ډول خپور شو.

د راپورونو له مخې، تر اوسمهاله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰۷۲ کسان د دې ویروس له امله وژل شوي. له دې ډلې ۳۱۳۶ په چین (۳،۸۸٪ د ټولو ناروغانو)، ۴۶۳ په اېټالیا (۵،۰۵٪ د ټولو ناروغانو)، ۲۹۱ په ایران (۳،۶۱٪ د ټولو ناروغانو)، ۵۴ په جنوبي کوریا (۰.۱۳٪ د ټولو ناروغانو) او ۱۶ په جاپان  (۱،۳۲٪ د ټولو ناروغانو) کې مړه شوي دي.

په پورته ارقامو کې تر ننه ۸۰۹۲۴ کسان په چین کې د نوي کورونا ویروس له امله ناروغان شوي، چې له ډلې یې ۵۹۹۸۲ کسان روغ شوي دي. دا شمېره اوسمهال د فیصدۍ له مخې په نړۍ کې تر ټولو نورو هغو هېوادونو چې ناروغان پکې زیات دي، د پام وړ ډېره ده.

دغه پرمختګ ته په کتو چې په چین کې د نوي کورونا ویروس ۷۴٪ مریضان روغ شوي، د دغه هېواد چارواکي او د کارخونو مسوولین ډېر خوښ دي، تر دې چې تېره ورځ د نوموړي هېواد ولسمشر هغه سیمې (ووهان) ته چې د کورونا ویروس د پیدا کېدو اصلي سیمه بلل کیږي، سفر وکړ او د کورونا ويروس د وقايې او کنټرول او د خلکو د ژوند د تامين په اړه یې معلومات تر لاسه کړل. له هغوی یې مننه وکړه او لا یې وهڅول. د ښاغلي شي سفر په چینایي رسنیو او خلکو کې دا انګېزه پیدا او پیاوړې کړه چې یاد هېواد د نوي کورونا ویروس پر وړاندې بریا خپله کړې ده او خلک به ډېر ژر وکولای شي چې خپل عادي ژوند پیل کړي.

موږ له چین څه زده کړو؟

لکه چې پورته مو یادونه وکړه، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې د نوي کورونا ویروس به د چین پُر نفوسه هېواد ډېر زیات وځپي، ځکه په اړه یې پوهای ډېر کم و او دغه راز د درملنې لپاره واکسین یا کوم بل درمل نه و؛ خو دا چې د هېواد په کچه انسجام او د ناروغۍ پر وړاندې ملي غبرګون وښودل شو، همدا وو چې په دومره لنډه موده کې یې مخه ونیول شوه.

دا چې موږ افغانان هم له دغې ناوړه پدیدې سره مخ یو، نو د چین د خلکو کار موږ ته یوه ښه نمونه ده. موږ ته هم ډېره اړینه ده چې د هغوی په شان له استقامت او متانت څخه کار واخلو او د دغه ملي مسئلې پر وړاندې د دوی په شان ودرېږو او د اړتیا په صورت کې یې د تجربو او همکاریو غوښتنه وکړو.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In