د کاناډا د کډوالو ادارې ویلي، چې پرون یې ۳۱۰ تنه افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته لېږدولي دي. دغې ادارې ویلي، په پام کې ده چې دغه نوي کډوال به د کاناډا په ۳۰ ښارونو کې استوګن کړي. د دې ادارې په وینا، دغه کډوال د «هالیفاکس» ښار ته رسېدلي. تر دې وړاندې کاناډا ژمنه کړې وه، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته به څلوېښت زره افغانان هغه هېواد ته ولېږدوي؛ خو تېره میاشت دغه هېواد ویلي و، چې خپله دغه ژمنه یې ترسره کړې او په ۲۰۲۴ کال کې به نورو افغانانو ته هم د لېږد زمینه برابره کړي. د دغې وروستۍ جوپې سره دا دویم ځل دی، چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته لېږدول کېږي.
































