په تېره یوه میاشت کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې زیاتوالی موندلی دی. د افغانستان بانک ډاډ ورکوي چې یاد بانک د بازار وضعیت څاري او کافي امکانات هم په واک کې لري څو د بازار د اسعارو اړتیاوې پوره کړي. خو یو شمېر هټیوال د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې ادلون بدلون د خپل کاروبار په زیان ګڼي او ټینګار کوي چې باید د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات وساتل شي. یو شمېر هټۍوال وايي، د نورو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدل د دوی لپاره سوداګریزه راکړه ورکړه ستونزمنوي او له د افغانستان بانکه غواړي چې د هېواد په بازارونو کې د پیسو ارزښت مدیریت کړي. اوسمهال یو امریکايي ډالر په ۷۵ افغانیو تبادله کېږي، په داسې حال کې چې یوه میاشت وړاندې یو ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېده. خو د افغانستان بانک ډاډ ورکوي بشپړ امکانات لري چې د اسعارو د بازار اړتیا پوره کړي.












