د پاکستان ځينو رسنیو د دغه هېواد د دولتي بانک پر حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د پاکستاني توکو صادراتو زیاتولی موندلی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات له ۲۵۶ مېلیون ډالرو ۲۶۰ مېلیونو ډالرو ته لوړ شوي چې ۳٫۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل سره به د هېواد د توکو صادرات هم زیات شي. په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله د افغانستان او پاکستان ګډه لاره څو ځلې د پاکستاني پوځیانو له خوا وتړل شوه. د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دغو لارو د تړل کېدو په پایله کې د هېواد سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.
































