د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په نورستان کې د غره ښویېدنې پېښې تلفات ښایي زیات شي. دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پېښې د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل ځکه امکان لري چې یوشمېر کسان تراوسه هم تري تم دي. د سرپرست حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په نورګرام ولسوالۍ کې د پېښې له ځایه تراوسه ۲۵ مړي راایستل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي. د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سیمې ته د غذايي موادو استول پیل شوي، خو د نورو برفکوچونو د خطر له کبله دې سیمې ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.











